د افغانستان د طبیعي ځانګړتیاوې، اقلیم او هوا، د اوبو سرچینې، نفوس او وګړي، اقتصادي منابع او فعالیتونه.
د لسم ټولګي جغرافیه کورس د زده کوونکو لپاره ترتیب شوی څو هغوی وکولی شي د افغانستان د طبیعي، بشري او اقتصادي چاپېریال په اړه بشپړ پوهه ترلاسه کړي. په دې کورس کې زده کوونکي د هېواد د غرونو، دښتو، سیندونو او ځنګلونو پېژندنه کوي، د اقلیم او هوا ډولونه او د هغوی د خلکو پر ژوند اغیزې زده کوي. زده کوونکي د نفوسو وېش، د وګړو ژوند، دودونه، کلتور او د بشري فعالیتونو اغیزې پر چاپېریال تحلیلوي. په اقتصادي برخه کې زده کوونکي د هېواد اقتصادي منابع لکه کرنه، صنعت، کانونه او سوداګرۍ پېژني او د هغوی اهمیت په اقتصادي ودې کې درکوي. په مجموع کې، کورس هڅه کوي چې زده کوونکي د جغرافیې بنسټیز پوهه ولري، د هېواد د مختلفو سیمو ځانګړتیاوې وپېژني او د عملي ژوند لپاره د جغرافیایي معلوماتو استعمال زده کړي.
Faizullah Anwarzai
teacher
هنوز نظری ثبت نشده است.